سوره الجاثية (زانو وهونکی) (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




45 الجاثية(الجاثية)، آیت ۳۵

ذَٰلِكُمْ بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ فَالْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ 35 ٣٥

دا په دې سبب چې یقینًا تاسو د الله ایتونه مسخره ګرځولي وو او تاسو دنيايي ژوند غره (دوكه) كړي وئ۔، نو نن ورځ به له دغه (دوزخ) نه دوى نه ایستل كېږي او نه به له دوى نه د توبې كولو مطالبه كېږي (۳۵)

تفسیر
دغه ستاسو عذاب چې پرې په عذابېږئ د دې له امله دی چې زموږ آيتونه مو مسخرې ګرځولي وو چې ملنډې مو پرې وهلې، او د دنيا ژوند په خپلو مزو او خوندو سره دوکه کړي وئ، نو نن به دغه زموږ پر آيتونو ملنډې وهونکي کافران له اوره نه اېستل کيږي، بلکې تل ترتله به پکې پاتې کيږي، او د دنيا ژوند ته به نه ګرځول کيږي تر څو نېک عمل وکړي او پالونکی يې ترې راضي شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ