سوره المؤمنون (مؤمنان) (آیت 80)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




23 المؤمنون(المؤمنون)، آیت ۸۰

وَهُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 80 ٨٠

او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ! (۸۰)

تفسیر
او همغه پاک ذات دی چې ژوندي کوي له هغه پرته بل ژوندی کوونکی نشته او يوازې هغه ذات دی چې مړه کوي له هغه پرته بل مړ کوونکی نشته او يوازې د هغه په توان کې د رڼا او تيارې، اوږدوالي او لنډوالي له پلوه د شپې او ورځې اندازه کول دي؛ نو آيا د هغه پرقدرت او په پيدايښت او تدبير کې پر يوازېتوب تاسو نه پوهېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ