لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ i
تر هغه پورې چې په دوى كې یو كس ته مرګ راشي (، نو بیا) به وايي: اى زما ربه! ته ما بېرته وګرځوه (۹۹)
لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّا ۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا ۖ وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ i
د دې لپاره چې زه نېك عمل وكړم په هغه څیز كې چې ما (هلته په دنيا كې) پریښى دى، هېڅ كله هم نشي كېدى، بېشكه دا (بېرته تلل) یوه خبره ده چې دا د هغې ویونكى دى او د دوى په مخ كې برزخ دى تر هغې ورځې پورې چې دوى به بیا ژوندي راپورته كولى شي (۱۰۰)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ