او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، ښه حكمت والا دى (نو تاسو به په دنیا كې معذب شوي وى) (۱۰)
تفسیر
ای خلکو! که چېرې پر تاسو دالله فضل او د هغه رحمت نه وی او دا چې هغه له خپلو بندګانو د هغه چا ډېر توبه قبلوونکی دی چې توبه وباسي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی، هرومرو به يې ستاسو پرګناهونو تاسو ته په سزا درکولو کې بيړه کړې وی او پر هغو به يې رسوا کړي وئ.