سوره النور (رڼا) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۱۱

إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ ۚ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَكُمْ ۖ بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ ۚ لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ مَا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ ۚ وَالَّذِي تَوَلَّىٰ كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ 11 ١١

بېشكه هغه كسان چې غټ دروغ يې راوړي دي، له هم تاسو نه یوه ډله ده، په دې (دروغو) د ځان لپاره د شر ګمان مه كوئ بلكې دا تاسو لپاره خیر دى، په دغو (بهتان ویونكو) كې د هر یو سړي لپاره هغه شى دى چې هغه ګټلى دى له ګناه نه او هغه كس چې د دغو (دروغو) لوى بار يې پورته كړى دى په دوى كې د ده لپاره ډېر لوى عذاب دى (۱۱)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې تور يې لګولی(چې د مومنانو پر مور عائشه رضی الله عنها د زنا تور دی) هغه يوه داسې ډله ده ای مومنانو چې تاسو ته يې نسبت کيږي! دا ګومان مه کوئ چې د هغوی تور ستاسو لپاره شر دی بلکې په هغو کې ستاسو لپاره خير دی ځکه په هغو کې ثواب، د مومنانو لپاره ښه پلټنه او د مومنانو د مور برائت دی، هر چا چې پر هغې د زنا په تور کې ګډون کړی هغه لره د کړې ګناه سزا ده پر دغه لوی بهتان د تکلم له امله، چا چې د دغه تور لويه برخه پر غاړه اخېستې پر دې د پيل له امله هغه لره لوی عذاب دی، چې له دې څخه موخه د منافقانو سردار عبدالله بن ابی ابن سلول دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ