سوره النور (رڼا) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۲۸

فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّىٰ يُؤْذَنَ لَكُمْ ۖ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا ۖ هُوَ أَزْكَىٰ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ 28 ٢٨

نو كه تاسو په دې (كورونو) كې څوك ونه مومئ، نو تاسو هغو ته مه ننوځئ، تر دې چې تاسو ته اجازت دركړى شي او كه تاسو ته وویل شي چې بېرته وګرځئ، نو تاسو بېرته وګرځئ، دا تاسو لپاره ډېر پاكیزه دي او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه عالم دى (۲۸)

تفسیر
که چېرې مو په دغو کورونو کې هيڅوک و نه موندل؛ نو تر هغه مه ورننوځئ تر څو د هغه چا لخوا اجازه نه وي درکړل شوې چې د اجازې واک لري، که چېرې يې څښتنانو درته وويل: وګرځئ؛ نو را وګرځئ او مه ننوځئ، بېشکه دغه ستاسو لپاره د الله پر وړاندې ډېره پاکيزه لار ده، الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه ستاسو له اعمالو هيڅ هم پټ نه دي، ژر دی چې تاسو ته به پرې جزا درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ