سوره النور (رڼا) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۲۹

لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ 29 ٢٩

پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې تاسو داسې كورونو ته داخل شئ چې د اوسېدنې نه دي (او) په هغو كې ستاسو څه سامان (منفعت) وي او الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او هغه چې تاسو يې پټوئ (۲۹)

تفسیر
پر تاسو کومه ګناه نشته چې پرته له اجازې داسې عامه خونو ته ننوځئ، چې پر هيچا پورې اړه ونه لري، د عامه ګټو لپاره چمتو شوې وي، لکه کتاب خونې، په بازارونو کې دوکانونه، الله ستاسو پر هغواعمالو او حالاتو ښه پوه دی چې تاسو يې ښکاروئ او يا يې پټوئ، له هغه څخه هيڅ هم پټ نه دي او ژر به جزا پرې درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ