سوره النور (رڼا) (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۳۷

رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ۙ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ 37 ٣٧

(داسې) سړي چې د الله له ذكر او لمونځ قايمولو او د زكات اداكولو نه يې نه تجارت غافله كوي او نه اخيستل خرڅول، دوى له هغې ورځې نه وېرېږي چې په هغې كې به زړونه او سترګې اوړي راوړي (۳۷)

تفسیر
داسې نارينه دي چې اخیستل او پلورل يې د الله پاک له ياده، په بشپړه توګه له لمانځه اداکولو او وړ خلکو ته له زکات ورکولو څخه نه غافلوي، هغوی د قيامت له هغې ورځې څخه ډاريږي چې په دغه ورځ به زړونه له سزا د خونديتوب د هيلې او له هغه څخه د وېرې تر منځ اوړي را اوړي، او سترګې به هم هر اړخ ته اوړي را اوړي چې کوم طرف ته به لیږل کیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ