سوره النور (رڼا) (آیت 39)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۳۹

وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِنْدَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ ۗ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ 39 ٣٩

او هغه كسان چې كافران شوي دي، د هغوى عملونه د سراب (شګې ګل) په شان دي چې په هوار ډاګ كې دي، تږى په هغه باندې د اوبو ګمان كوي، تر دې چې كله ده ته راشي، نو دغه هېڅ شى ونه مومي او په خپلې خوا كې الله ومومي، نو هغه به ده ته د ده حساب پوره وركړي، او الله ډېر ژر حساب والا دى (۳۹)

تفسیر
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، د هغوی هغه اعمالو لره چې کړي يې دي هيڅ ثواب نشته، د ځمکې په ژوره برخه کې د هغه رېګ غوندې دي چې تږي ته ښکاري او هغه د اوبو ګومان پرې کوي؛ نو ورځي، کله چې ورشي او ورته ودريږي هيڅ اوبه نه مومي، همدارنګه کافر دا ګومان کوي چې د هغه عمل به ګټه ورته ورسوي، خو کله چې مړ شي او راپورته کړل شي، هيڅ ثواب به ونه مومي، خپل پالونکی به خپلې لورې ته ومومي چې د هغه د عمل بشپړ حساب به ورکړي او الله ژر حساب اخېستونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ