سوره النور (رڼا) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۳

الزَّانِي لَا يَنْكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ ۚ وَحُرِّمَ ذَٰلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ 3 ٣

زنا كار سړى نكاح نه كوي مګر له زناكارې، یا مشركې ښځې سره او زناكاره ښځه، له هغې سره نكاح نه كوي مګر زنا كار، یا مشرك سړى او په مومنانو باندې دغه (زنا او د زنا كارو سره نكاح) حرام كړى شوي دي (۳)

تفسیر
د زنا د بدوالي له امله الله دا خبره بيان کړه چې څوک په زنا اخته وي هغه يوازې د خپل ځان غوندې له زانیې ښځې سره د واده لېوالتيا لري يا له مشرکې ښځې سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې د هغې مشرکې نکاح روا هم نه وي، او کومه ښځه چې د زنا عادت لري هغه هم يوازې د ځان په څېر له زاني سړي سره د واده لېوالتيا لري يا مشرک سړي سره چې له زنا ځان نه ساتي سره له دې چې له هغه سره نکاح حرامه وي، او پر مومنانو د زانيې ښځې نکاح او زاني سړي ته ور واده کول حرام کړل شوي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ