او دوى وايي: مونږ په الله باندې او په رسول باندې ایمان راوړى دى او مونږ اطاعت كړى دى، بیا په دوى كې یوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي۔ او دغه خلق له سره مومنان نه دي (۴۷)
تفسیر
او منافقان وايي: موږ پر الله ايمان راوړی او پر رسول مو ايمان راوړی، د الله پيروي مو کړې او د هغه د رسول پيروي مو کړې ده، بيا له هغوی يوه ډله مخ اړوي؛ نو د الله په لار کې د جهاد پر امر او داسې نورو د الله او د هغه د رسول پيروي نه کوي، وروسته له دې چې هغوی پر الله او د هغه پر رسول د ايمان رواړلو او د هغوی د پيروۍ ګومان کړی دی، دغه د الله او د هغه د رسول له پيروۍ مخ اړوونکي مؤمنان نه دي، که څه هم هغوی دعوی کړې چې مؤمنان دي.