سوره النور (رڼا) (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۵۲

وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ 52 ٥٢

او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي (۵۲)

تفسیر
او څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي وکړي، د هغوی دواړو حکم ته غاړه کېږدي او د ګناهونو له پايلي وډار شي او د الله له سزا د هغه د اوامرو په منلو او له نواهيوو څخه يې په ډډه کولو ځان وساتي، يوازې همدوی د دنيا او آخرت په ښېګڼو بريالي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ