سوره النور (رڼا) (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۶۴

أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 64 ٦٤

خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هر هغه څه دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، یقینًا هغه عالم دى په هغه حال چې تاسو په هغه یئ او په هغې ورځ (هم) چې تاسو به هغه ته بېرته بېول كېږئ، نو هغه به دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، او الله په هر شي باندې ښه عالم دى (۶۴)

تفسیر
خبردار اوسئ د پيدايښت، ملکيت او تدبير له پلوه، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي هغه يوازې الله لره دي، ای خلکو تاسو چې په هر حال کې وئ هغه پرې پوه دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي، د قيامت په ورځ چې له مرګ وروسته په بېرته ژوندي کېدو هغه ته ورګرځي؛ نو هغوی به د دنيا پر هغو کړنو چې ترسره کړې يې دي خبر کړي، او الله پر هر څه ښه پوه دی، په آسمانونو او ځمکه کې هيڅ هم ترې پټ نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ