سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 18)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۱۸

قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنْبَغِي لَنَا أَنْ نَتَّخِذَ مِنْ دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاءَ وَلَٰكِنْ مَتَّعْتَهُمْ وَآبَاءَهُمْ حَتَّىٰ نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا 18 ١٨

دغه (معبودان) به ووايي: تالره پاكي ده، مونږ ته جايز نه ده چې مونږ له تا نه غیر دوستان ونیسو او لېكن تا دوى ته او د دوى پلرونو ته فايده (او ښه زندګي) وركړې وه، تر دې چې دوى ذكر (نصیحت) هېر كړ او دوى هلاكېدونكى قوم و (۱۸)

تفسیر
معبودان به ووايي: ای زموږ پالونکيه پاک يې له دې چې تا لره دې شريک وي، زموږ لپاره نه ده په کار چې له تا پرته نور داسې دوستان ونيسو چې دوستي ورسره وکړو؛ نو څنګه به ستا بندګان دېته را وبولو چې له تا پرته زموږ عبادت وکړي؟ خو تا دغو مشرکانو ته د دنيا په خوندونو ګټه رسولې وه، له هغوی مخکې دې د استدراج په ډول د هغوی پلرونو ته هم ګټه رسولې وه، تر دې چې ستا ياد يې هېر کړ؛ نو ستاسره يې نور شيان ولمانځل، او هغوی د خپلې بدبختۍ له امله تباه کېدونکی قوم و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ