سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۲۰

وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ ۗ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ ۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا 20 ٢٠

او له تا نه مخكې مونږ رسولان نه دي لېږلي مګر چې یقینًا هغوى به خامخا طعام خواړه، او په بازارونو كې ګرځېدل او مونږه ستاسو ځینې د ځینو نورو لپاره ازمېښت ګرځولي دي (چې) ایا تاسو صبر كوئ (كه نه؟) او ستا رب له ازله ښه ليدونكى دى (۲۰)

تفسیر
ای رسوله! له تا مخکې مو يوازې انسانان د رسولانو په توګه لېږلي دي، چې خواړه يې خوړل او په بازارونو کې ګرځېدل، ته په دغه کې کوم نوی رسول نه يې، او ای خلکو ستاسو ځينې مو د ځينو لپاره په شتمنۍ او بې وزلۍ، روغتيا او ناروغۍ کې د دغه اختلاف له امله ازمويښت ګرځولي ياست، آيا صبر کولای شئ په هغه څه چې پرې ازمويل شوي ياست؟! اوستا پالونکی ليدونکی دی د هغه چا صبر کوي او هغه چا چې صبر نه کوي، د هغه چا چې پيروي يې کوي او هغه چا چې سرغړونه ترې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ