سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۳

وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً لَا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنْفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا 3 ٣

او دوى (كفارو) له هغه نه غیر نور داسې معبودان نیولي دي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، په داسې حال كې چې دوى پیدا كاوه شي او دوى د خپلو ځانونو لپاره نه د ضرر مالكان دي او نه د نفعې او نه د مرګ اختیار لري او نه د ژوند او نه د بیا ژوندي كولو (۳)

تفسیر
مشرکانو له الله پرته نور داسې شيان معبودان ونيول، چې نه کوچنی او نه لوی څه پيداکولای شي، هغوی په خپله پيداکول کيږي، الله هغوی له نشت څخه پيداکړي دي، هغوی له ځانو د زيان مخه نشي نيولی او نه کومه ګټه ورته رسولای شي، نه ژوندی مړ کولای شي او نه مړی را ژوندی کولای شي او نه مړي له خپلو قبرونو بېرته را پاڅولی شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ