سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۴۷

وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا 47 ٤٧

او دى هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې شپه لباس او خوب (سبب د) ارام ګرځولى دى او ورځ يې د ګرځېدو وخت ګرځولې ده (۴۷)

تفسیر
الله هغه ذات دی چې شپه يې ستاسو لپاره د جامو غوندې ګرځولې چې پکې پتېږئ او نور شيان پټوي، او همغه ذات دی چې خوب يې ستاسو لپاره آرام ګرځولی، چې له بوختياوو مو پکې آرام کوئ، او همغه ذات دی چې ورځ يې ستاسو لپاره خپلو کارونو ته د تللو وخت ګرځولې ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ