سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۴

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَٰذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ ۖ فَقَدْ جَاءُوا ظُلْمًا وَزُورًا 4 ٤

او كافران شویو خلقو وویل: نه دى دا مګر دروغ چې ده، له ځانه جوړ كړى دى او په ده باندې نورو خلقو د ده مرسته كړې ده۔، نو یقینًا دغو (كفارو) وكړ لوى ظلم او دروغ (۴)

تفسیر
او هغو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی وويل: نه دی دغه قرآن مګر داسې درواغ چې محمد له ځانه جوړ کړي؛ نو بيا يې الله ته په نسبت کولو تور لګولی، او په دغه درواغ جوړولو کې نورو خلکو مرسته ورسره کړې ده، پرته له شکه دغو کافرانو باطله وينا له ځانه جوړه کړې ده، قرآن د الله وينا ده، د انسانانو او پېريانو لپاره د هغه غوندې وينا راوړل شونې نه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ