سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 53)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۵۳

وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا 53 ٥٣

او دى هماغه ذات دى چې دوه دریابونه يې خوشې كړې دي (له یو بل سره جوخت) دا خوږ دى، ډېر خوږ (تنده ماتوونكى) او د ا (بل) تریو دى، ښه تریو او د دواړو په مینځ كې يې یوه پرده او بند پیدا كړى دى چې منع كړى شوى دى (۵۳)

تفسیر
او الله پاک هغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يوځای کړي، له هغوی دواړو يې خوږ له مالګين سره يوځای کړی، او د هغوی دواړو ترمنځ يې داسې خنډ او پرده ګرځولې چې يو او بل له ګډېدو منع کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ