سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 67)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۶۷

وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَٰلِكَ قَوَامًا 67 ٦٧

او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي (۶۷)

تفسیر
او هغه کسان چې کله خپل مالونه لګوي؛ نو په لګښت کې د تبذير پولې ته نه رسيږي او له ځانونو او نور خلکو چې د چا لګښت پرې لازم دی په هغو تنګي نه کوي، د هغوی لګښت د بې ځايه لګښت او بخيلۍ تر منځ په عدالت او منځلارۍ سره وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ