سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 68)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۶۸

وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَٰهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا 68 ٦٨

او هغه كسان دي چې له الله سره بل معبود نه بلي او هغه نفس چې الله حرام كړى وي؛ ناحقه نه قتلوي او زنا نه كوي او څوك چې د غه (كارونه) وكړي (نو) هغه به د خپلې ګناه له جزا سره ملاقات وكړي (۶۸)

تفسیر
او هغه کسان چې له الله پاک سره بل معبود نه رابولي، نه هغه څوک وژني چې الله يې وژل ناروا کړي، خو دا چې الله کله د قاتل يا مرتد او يا هم د واده شوي زنا کوونکي د وژلو اجازه ورکړي، او هغوی زنا نه کوي، چا چې له دغو لويو ګناهونو څخه کومه يوه وکړه د قيامت په ورځ به يې د ترسره کړې ګناه سزا سره مخ شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ