ته (دوى ته) ووایه: دا (قرآن) هغه ذات نازل كړى دى چې عالم دى په هر پټ څیز باندې چې په اسمانونو او ځمكه كې دى، بېشكه هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۶)
تفسیر
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: قرآن هغه الله را نازل کړی چې په آسمانونو او ځمکه کې پر هرڅه پوه دی، هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی لکه څنګه چې تاسو ګومان کوئ، بيا يې توبې ته په هڅولو هغوی ته وويل: بېشکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي او پر هغوی مهربان دی.