سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 74)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۷۴

وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا 74 ٧٤

او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ له ښځو نه او زمونږ له اولادونو نه د سترګو یخ والى راوبښه او ته مونږ د متقیانو امام وګرځوه (۷۴)

تفسیر
او هغه کسان چې د خپل پالونکي په رابللو کې وايي: ای زموږ پالونکيه! موږ ته له خپلو مېرمنو او اولادونو داسې څوک راکړه چې زموږ د سترګو يخوالی وي، د هغه د ځان ساتنې او پرحق د ټينګ درېدو له امله، او په حق کې مو د ځان ساتونکو لپاره داسې امامان وګرځوه چې زموږ پيروي وشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ