سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 77)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
25
الفرقان(الفرقان)، آیت ۷۷
قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا
ته (دوى ته) ووایه: زما رب ستاسو څه پروا كوي كه ستاسو دعا كول نه وى، نو یقینًا تاسو تكذیب كړى دى، نو ژر به دا (د تكذیب سزا تاسو سره) لازمه وي (۷۷)
تفسیر
ای رسوله! هغو کافرانو ته چې په خپل کفر ټينګار کوي ووايه: زما پالونکی د کومې داسې ګټې پروا نه کوي چې ستاسو له پيروۍ دې ورته ورسيږي، که چېرې د هغه داسې بندګان نه وای چې د عبادت او غوښتنې په ډول يې را بولي؛ نو ستاسو به يې هيڅ پروا نه وای کړې، پرته له شکه که تاسو رسول په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې تاسو ته مو د پالونکي لخوا ور سره راغلی و؛ نو ژر ده چې د درواغ ګڼلو سزا به ستاسو سره لازمه وي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: