سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۷

وَقَالُوا مَالِ هَٰذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ ۙ لَوْلَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا 7 ٧

او دوى وايي: دې رسول ته څه دي چې طعام خوري او په بازارونو كې ګرځي، ده ته ملايك ولې نه نازلاوه شي، بيا چې له ده سره دغه (ملايك) وېروونكي شي (۷)

تفسیر
د نبي صلی الله علیه وسلم درواغ ګڼونکو مشرکانو وويل: دغه سړي لره څه دي چې ځان د الله لخوا رسول ګڼي، همداسې خوراک کوي لکه نور خلک يې چې کوي، په بازار کې د ژوند د توکو په لټه کې ګرځي او را ګرځي، ولې الله له هغه سره يوه پرېښته نه ده رالېږلې چې له هغه سره ملګرې وي چې تصديق او مرسته يې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ