سوره النمل (مږیان) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۱۲

وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ ۖ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ 12 ١٢

او ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، (نو) له بيمارۍ (او عیب) نه بغیر به تك سپین راووځي، (دا حساب دي) په نهو معجزو كې (چې ته ورسره لېږل شوى يې) فرعون او د هغه قوم ته، بېشكه دوى یو فاسق (نافرمانه) قوم دى (۱۲)

تفسیر
او لاس دې د کميس په هغه خلاص ځای کې ننباسه چې له غاړې سره دی، له ننه اېستلو وروسته به پرته د فيس له ناروغۍ د واورې غوندې سپين راووځي، د هغو نهو نښانو تر څنګ چې ستا پر رېښتينولۍ شاهدي ورکوي، چې له لاس سره: لکڼه، کلونه، د مېوو کموالی، طوفان، ملخ، سپږې، څنګښې او وينه ده، دغه نښې فرعون او د هغه قوم ته وې، بېشکه هغوی په کفر کولو د الله له پيروۍ وتونکي خلک وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ