سوره النمل (مږیان) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۱۴

وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا ۚ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ 14 ١٤

او دوى له دغو (معجزو) نه انكار وكړ، د ظلم او سركشۍ په وجه، حال دا چې د دوى نفسونو په دغو یقین كړى و، نو ته وګوره د فساد كوونكو انجام څنګه و؟ (۱۴)

تفسیر
او هغوی پر دغو څرګندو نښانو کفر وکړ او هغه يې و نه منلې، حال دا چې په زړونو کې يې باور لرلو چې دا د الله له لوري دي، د هغوی د ظلم او له حق څخه د لويۍ له امله ای رسوله! فکر وکړه چې په ځمکه کې د ورانکارو خلکو د کفر او ګناهونو له کبله يې پايله څنګه شوه؟ پرته له شکه هغوی مو تباه کړل او ټول مو له منځه يوړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ