سوره النمل (مږیان) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۲۲

فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطْتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِنْ سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ 22 ٢٢

نو هغه (هدهد) ایسار شو، خو ډېر نه، (او ژر راغى) نو ويې ويل: ما هغه خبره (په علم كې) ګېره كړې ده چې تا هغه ګېره كړې نه ده او زه تا ته له سبا (ښار) نه په یقیني خبر سره راغلى یم (۲۲)

تفسیر
نو ملاچرګک په خپل ناسوب والي کې ډېر ځنډ ونه کړ، کله چې راغی، سليمان عليه السلام ته يې وويل: پر هغه څه خبر شوم چې ته نه يې پرې خبر شوی، د سبا نومې سيمې د خلکو څخه مې يو رېښتينی خبر درته راوړی چې هيڅ شک پکې نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ