سوره النمل (مږیان) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۳۶

فَلَمَّا جَاءَ سُلَيْمَانَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٍ فَمَا آتَانِيَ اللَّهُ خَيْرٌ مِمَّا آتَاكُمْ بَلْ أَنْتُمْ بِهَدِيَّتِكُمْ تَفْرَحُونَ 36 ٣٦

نو كله چې هغه (استازى) سلیمان ته راغى، (نو سلیمان ورته) وویل: ایا تاسو په مال سره زما مدد كوئ، نو هغه چې ما ته الله راكړى دى (هغه) ډېر غوره دى له هغه نه چې تاسو ته يې دركړى دى، بلكې تاسو په خپلې ډالۍ سره خوشالېږئ (۳۶)

تفسیر
کله چې د هغې استازی او له هغه سره يې مرستندويان راغلل او سليمان ته يې ډالۍ را اخېستې وې، سليمان د هغوی د ډاليو رالېږل بد وګڼل ويې ويل: آيا تاسو مې په مالونو مرسته کوئ تر څو له تاسو وګرځم، کوم نبوت، پاچايي او مال چې الله ماته راکړي هغه غوره دي له هغه څه چې تاسو ته يې درکړي، بلکې تاسو پر هغه څه خوشحالېږئ چې د دنيا لږه توښه درکول کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ