سوره النمل (مږیان) (آیت 37)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۳۷

ارْجِعْ إِلَيْهِمْ فَلَنَأْتِيَنَّهُمْ بِجُنُودٍ لَا قِبَلَ لَهُمْ بِهَا وَلَنُخْرِجَنَّهُمْ مِنْهَا أَذِلَّةً وَهُمْ صَاغِرُونَ 37 ٣٧

ته هغوى ته بېرته لاړ شه، نو مونږ به خامخا هرومرو په دوى پسې داسې لښكرې بوځو، چې په دوى كې به له هغو سره د مقابلې هېڅ طاقت نه وي او مونږ به خامخا هرومرو دوى له هغه (ښاره) وباسو، په دې حال چې چې ذلیل به وي، خوار او سپك به وي (۳۷)

تفسیر
سليمان عليه السلام، د هغې استازي ته وويل: هغه ډالۍ بېرته هغوی ته وروړه، موږ به هغې او قوم ته يې له داسې لښکرو سره ورشو، چې هغوی به يې د مقابلې توان ونه لري او هغوی به د سبا نومې سيمې څخه خوار او بې عزته وباسو وروسته له دې چې پکې عزتمن وو، که چېرې هغوی ماته غاړه اېښودونکي را نشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ