سوره النمل (مږیان) (آیت 52)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۵۲

فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 52 ٥٢

نو دغه د دوى كورونه دي، چې وران شوي پراته دي، په سبب د دې چې ظلم (شرك) يې كاوه، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې پوهېږي (۵۲)

تفسیر
دغه يې کورونه دي چې ديوالونه يې پر چتونو ور وران شوي دي او له څښتنانو يې د هغوی د ظلم له امله خالي شوي، بېشکه د هغوی د ظلم له امله په عذاب ور رسېدو کې د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، نو همدوی دي چې له نښانو پند اخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ