سوره النمل (مږیان) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۶۵

قُلْ لَا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ ۚ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ 65 ٦٥

ته (دوى ته) ووایه: هر هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په غیبو نه پوهېږي غیر له الله نه۔ او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا ژوندي كولى شي (۶۵)

تفسیر
ووايه ای رسوله: کومې پرېښتې چې په آسمانو کې دي او کوم خلک چې په ځمکه کې دي هيڅوک هم پر پټو نه پوهيږي، خو يوازې الله هغه ذات دی چې پرې پوهيږي، او له الله پرته نور ټول څه چې په آسمانو او ځمکه کې دي پر دې هم نه پوهيږي چې کله به را پاڅول کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ