سوره النمل (مږیان) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۷

إِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِأَهْلِهِ إِنِّي آنَسْتُ نَارًا سَآتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ آتِيكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ 7 ٧

(یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپلې ښځې ته وویل: بېشكه ما اور ولیده، زه به تاسو ته له دغه (ځاى) نه څه خبر راوړم، یا به تاسو ته بله كړى شوې لمبه راوړم، د دې لپاره چې تاسو تاوده شئ (۷)

تفسیر
در په ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: بېشکه ما يو اور وليدی، د بلېدو له ځایه به يې يا کوم داسې خبر درته راوړم چې لار راته وښيي، او يا به له اور څخه اخېستل شوې سکروټه راوړم چې له يخ څخه پرې تاوده شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ