سوره النمل (مږیان) (آیت 82)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۸۲

وَإِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَيْهِمْ أَخْرَجْنَا لَهُمْ دَابَّةً مِنَ الْأَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ أَنَّ النَّاسَ كَانُوا بِآيَاتِنَا لَا يُوقِنُونَ 82 ٨٢

او كله چې په دوى (د عذاب) خبره ثابته شي (او قیامت رانژدې شي، نو) مونږ به دوى ته له ځمكې نه يوه دابّه (ژوندى خوځنده) راوباسو، چې له دوى سره به خبرې كوي، چې بېشكه خلقو به زمونږ په ایتونو یقین نه كاوه (۸۲)

تفسیر
کله چې پر هغوی عذاب راشي او پر کفر او ګناهونو يې د ټينګار له امله عذاب پرې ثابت شي، او تر ټولو ناوړه خلک پاتې شي، هغوی ته به د قيامت په را نېږدې کېدو سره د لويو نښو څخه د يوې نښې په توګه له ځمکې يو ځناور را وباسو چې له هغوی سره به داسې خبرې کوي چې هغوی به پرې پوهيږي هغه دا چې خلکو زموږ پر نبي، زموږ نازل شوي آيتونه نه منل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ