سوره النمل (مږیان) (آیت 87)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۸۷

وَيَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ فَفَزِعَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ۚ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَاخِرِينَ 87 ٨٧

او (یاده كړه) هغه ورځ چې په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نو سخت به ووېرېږي هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هغه څوك چې په ځمكه كې دي غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي او دوى ټول به دغه (الله) ته عاجزه (او ذلیله) راشي (۸۷)

تفسیر
ای رسوله! در په ياد کړه هغه ورځ چې په پوکي ګومارل شوې پرېښته د دويم ځل لپاره په ښکر کې پوکی وکړي؛ نو ټول هغه څوک چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په وېره به ووېريږي پرته له هغه چا چې الله په خپله پېرزوينه له وېرې ژغورلي وي، او ټول د الله مخلوقات به هغه ته په دغه ورځ غاړه اېښودونکي سرټيټي راشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ