سوره النمل (مږیان) (آیت 91)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۹۱

إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ 91 ٩١

بېشكه ما ته حكم شوى دى چې يواځې د دې ښار د رب عبادت وكړم، هغه (الله) چې ده ته يې حرمت (عزت) وركړى دى او هر شى خاص د هغه لپاره دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه له مسلمانانو څخه شم (۹۱)

تفسیر
ای رسوله! هغوی ته ووايه: بېشکه ماته خو يوازې دا امر شوی چې د هغې مکې د پالونکي عبادت وکړم چې محترمه يې ګرځولې ده، چې په هغې کې به وينه نه توييږي، په هغې کې به پر هيچا ظلم نه کيږي، د هغې ښکار به نه وژل کيږي او د هغې ونې به نه پرې کيږي او همغه پاک ذات لره د هر څه واک دی، او ماته امر شوی چې الله لره له تسليمېدونکو او په پيروۍ له غاړه اېښودونکو شم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ