سوره النمل (مږیان) (آیت 92)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۹۲

وَأَنْ أَتْلُوَ الْقُرْآنَ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَا أَنَا مِنَ الْمُنْذِرِينَ 92 ٩٢

او داچې د قرآن تلاوت وكړم، نو څوك چې په نېغه لار روان شو، نو بېشكه هغه يواځې د خپل ځان د فايدې لپاره په نېغه لار ځي او څوك چې ګمراه شو، نو ته ووایه: زه خو يواځې له وېروونكو څخه یم (۹۲)

تفسیر
او ما ته دغه امر شوی چې پر خلکو قرآن ولولم، چا چې د هغه لارښوونه غوره کړه او پر هغه څه يې عمل وکړ چې پکې دي؛ نو د لارښوونې ګټه به يې ځانته ورسيږي، او څوک چې لار ورکی شو او له هغه څه يې مخ واړوی او نټه يې ترې وکړه چې په هغو کې دي او پر هغه څه يې عمل ونه کړچې پکې دي؛ نو هغه ته ووايه: بېشکه زه يوازې له وېروونکو يم چې تاسو د الله له عذاب څخه وېروم او لارښوونه زما په لاس کې نه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ