او ته ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د الله لپاره دي، هغه به عنقریب په تاسو خپل دلیلونه (نښې) وویني، نو تاسو به هغه وپېژنئ او ستا رب له سره غافل نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ (۹۳)
تفسیر
ای رسوله! ورته ووايه: الله لره د هغه پر هغو نعمتونو ستاينه ده چې نه شمېرل کيږي، الله به تاسو ته ستاسو په ځانونو، آسمان، ځمکه او روزۍ کې خپلې نښانې دروښيي، تاسو به يې داسې وپېژنئ چې پر حق باور کولو خوا ته به مو لارښوونه وکړي، ستاسو پالونکی له هغه څه بې خبره نه دی چې تاسو يې کوئ، بلکې هغه پرې خبر دی، له هغه هيڅ هم پټ نه دي او تاسو ته به پرې جزا درکړي.