سوره القصص (کیسې) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۱۰

وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَىٰ فَارِغًا ۖ إِنْ كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَنْ رَبَطْنَا عَلَىٰ قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ 10 ١٠

او د موسٰى د مور زړه (له صبره) بېخي خالي شو، بېشكه هغه قریب وه چې خامخا د ده اظهار وكړي كه چېرې مونږ د هغې زړه مضبوط كړى نه وى، د دې لپاره چې له باور كوونكو څخه شي (۱۰)

تفسیر
او د موسی عليه السلام د مور زړه له موسی پرته د دنيا له نورو ټولو چارو خالي شو؛ نو نه يې شوای زغملی، تر دې چې نېږدې وه چې له هغه سره د سخت تړاو له امله دا خبره ښکاره کړي چې هغه يې زوی دی، که چېرې يې موږ زړه نه وای ټينګ کړی او صبر مو نه وای ورکړی، تر څو پر خپل پالونکي له بروسه کوونکو مؤمنانو شي داسې چې پر پرېکړه يې صبر کوونکې وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ