سوره القصص (کیسې) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۱۲

وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ 12 ١٢

او مونږ په ده باندې دايیګانې بندې كړې وې، له مخكې نه، نو هغې (د موسٰى خور) وویل: ایا زه تاسو ته داسې كورنۍ وښیم چې ستاسو لپاره د ده كفالت (او ساتنه) وكړي، په داسې حال كې چې هغوى به له ده سره ښېګڼه كوونكي وي (۱۲)

تفسیر
او د الله په تدبير سره موسی د نورو ښځو له شېدو خوړلو منع شو، مخکې تر دې چې هغه يې مور ته را وګرځوو، کله يې چې خور د هغوی په تی (شېدو) ورکولو حرص وليد، هغوی ته يې وويل: ايا داسې کورنۍ درته ونه ښايم چې هغه ته تی ورکړي او پاملرنه ورته وکړي او هغه لره به نصيحت کوونکي وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ