سوره القصص (کیسې) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۱۴

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَاسْتَوَىٰ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ 14 ١٤

او كله چې هغه خپل زور (ځوانۍ) ته ورسېده، او ښه برابر شه، مونږ هغه ته حكم (نبوت) او پوهه وركړه او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو (۱۴)

تفسیر
کله چې هغه د سختې ځوانۍ عمر ته ورسېد او د ځواک له اړخه غښتلی شو؛ نو موږ هغه ته له نبوت مخکې د بني اسرائيلو په دين کې پوهاوی او علم ورکړ، لکه څرنګه مو چې موسی ته د هغه د پيروۍ له کبله بدله ورکړې ده همدارنګه په هر وخت او هر ځای کې نېکانو ته بدله ورکوو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ