سوره القصص (کیسې) (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۱۵

وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَىٰ حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَٰذَا مِنْ شِيعَتِهِ وَهَٰذَا مِنْ عَدُوِّهِ ۖ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَىٰ فَقَضَىٰ عَلَيْهِ ۖ قَالَ هَٰذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ 15 ١٥

او هغه (دې) ښار ته د هغه (ښار) د اوسېدونكو د غفلت (خوب) په وخت كې داخل شو، نو ده په هغه كې دوه سړي وموندل چې له یو بل سره په جنګ وو، دا یو د ده له ډلې (بنی اسرائیلو) نه و او دا بل د ده له دښمنانو ځنې و۔ نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس په خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و۔، نو موسٰى هغه په سوك وواهه، نو هغه يې قتل كړ، ده وویل: دا د شیطان له كاره څخه دى، بېشكه هغه ښكاره ګمراه كوونكى دښمن دى (۱۵)

تفسیر
د خلکو په خپلو کورونو کې د آرام پر مهال موسی ښار ته ننوت؛ نو دوه کسان يې وموندل چې له يوبل سره جګړه کوي او يوبل سره وهي، يو د موسی عليه السلام له قوم بني اسرائيلو څخه و، بل د فرعون له قوم قبطي و چې د موسی دښمنان وو؛ نو د خپل قوم سړي يې ترې وغوښتل چې د قبطي دښمن پر خلاف د هغه مرسته وکړي؛ نو موسی قبطي په سوک وواهه، چې په همدغه سوک يې ووژلو ځکه ډېر پياوړی سوک و، موسی عليه السلام وويل: دا کار د شيطان له ښايسته کولو او د هغه له دوکه کولو څخه و، بېشکه شيطان د هغه چابې لاری کوونکی دوښمن دی چې څوک يې پيروي وکړي، دښمني يې څرګنده ده، له ما چې څه وشول دا د هغه د دښمنۍ له امله او له دې کبله چې هغه لارورکی کوونکی دی زما لار ورکي غواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ