سوره القصص (کیسې) (آیت 19)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۱۹

فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَىٰ أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ ۖ إِنْ تُرِيدُ إِلَّا أَنْ تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ 19 ١٩

نو كله چې ده اراده وكړه چې هغه كس ونیسي چې هغه د دوى دواړو دښمن دى، هغه وویل: اى موسٰى! ایا ته غواړې چې ما (هم) قتل كړې، لكه پرون چې دې یو نفس وژلى و، ته نه غواړې مګر دا چې په ځمكه كې زورور شې او ته نه غواړې چې ته له اصلاح كوونكو څخه شې (۱۹)

تفسیر
کله چې موسی عليه السلام وغوښتل چې هغه قبطي راونيسي چې د هغه او د اسرائيلي دښمن و، اسرائيلي دا ګومان وکړ، چې موسی د ده نيول غواړي ځکه چې ترې اورېدلي يې و (چې ويل يې ته خو څرګند بې لارې يې)؛ نو موسی ته يې وويل: آيا غواړې ما هم ووژنې لکه څرنګه دې چې پرون يو تن ووژلو، ته يوازې غواړې په زمکه زورواکی شې چې خلک وژنې او ظلم پرې کوې، ته نه غواړې چې د شخړه کوونکو ترمنځ له روغې کوونکو څخه شې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ