سوره القصص (کیسې) (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۲۷

قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنْكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَىٰ أَنْ تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ ۖ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ ۖ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ ۚ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ 27 ٢٧

ويې ويل: بېشكه زه غواړم په خپلو دغو دوه لوڼو كې یوه تا ته په نكاح دركړم، په دې شرط چې ته به اته كاله زما مزدوري كوې، نو كه تا لس كاله پوره كړل، نو ستا له اړخه به (احسان) وي، او زه په تا باندې مشقت اچول نه غواړم، ژر ده چې ته به ما له نېكانو څخه ومومې، كه الله وغواړي (ان شاء الله) (۲۷)

تفسیر
د هغوی دواړو پلار موسی عليه السلام ته په وينا کولو وويل: بېشکه زه غواړم له دغو دواړو لوڼو يوه په نکاح درکړم، په دې شرط چې مهر به يې دا وي چې آته کاله به زموږ پسونه څروې که چېرې دې لس کاله موده پوره کړه دا به ستا لخوا ښېګڼه وي لازم نه دي درباندې، ځکه تړون يوازې پر اته کلونو دی، له هغو پورته يوه ښېکڼه ده، او زه نه غواړم چې پرتا داسې څه لازم کړم چې پر تا سختي وي، که د الله خوښه وه ما به له هغو نېکانو ومومې چې پر خپلو ژمنو وفا کوي او ژمنې نه ماتوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ