سوره القصص (کیسې) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۳۱

وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَا مُوسَىٰ أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۖ إِنَّكَ مِنَ الْآمِنِينَ 31 ٣١

او داسې چې خپله امسا وغورځوه، نو كله چې يې هغه وليدله چې حركت كوي، ګویاكې نرى منګرى مار دى، (نو) مخ يې واړوه، په دې حال كې چې شاكوونكى (تښتېدونكى) و، او بېرته را ونه ګرځېده، اى موسٰى! مخ راواړوه او مه وېرېږه: بېشكه ته له امان موندونكو څخه يې (۳۱)

تفسیر
او دا چې امسا دې وغورځوه، موسی هغه وغورځوله د خپل پالونکي د امر په ځای کولو لپاره، کله يې چې وليده هغه حرکت کوي او داسې خوځيږي لکه يو تېز مار چې وي شا يې کړه او له هغې څخه د وېرې له امله په تېښته شو او له تېښتې يې را ونه ګرځېدی؛ نو پالونکي آواز ورته وکړ: اې موسی راوګرځه له هغې مه وېرېږه، بېشکه ته له هغې او نوروهغو شيانو څخه په امن کې يې چې خلک ترې وېريږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ