سوره القصص (کیسې) (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۴۳

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِ مَا أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ الْأُولَىٰ بَصَائِرَ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ 43 ٤٣

او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، وروسته له هغه نه چې مونږ ړومبني امتونه هلاك كړل، په دې حال كې چې هغه د خلقو لپاره د بصیرتونو والا، او هدايت او رحمت دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني (۴۳)

تفسیر
اوقسم دی خاماخاپه تحقیق سره موسی ته مو تورات ورکړ وروسته تردې چې پخوانيو امتونو ته مو رسولان ولېږل خو هغوی درواغجن وګڼل؛ نو هغوی مو د درواغ ګڼلو له امله يې تباه کړل، چې په هغو کې د خلکو لپاره هغه څه و چې ويې ګوري؛ نو ګټه ترې واخلي او عمل پرې وکړي او هغه څه هم و چې هغوی ته زيان رسوي؛ نو پرې يې ږدي، او پکې د هغوی لپاره د ښېګڼې خوا ته لارښوونه وه او داسې رحمت و چې د دنيا او آخرت ښېګڼې پکې وې، کېدای شي د الله له هغو پېرزوينو پند واخلي چې پرې کړې يې دي؛ نو شکر به يې وباسي او ايمان به پرې راوړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ