او كه دا نه وى چې دوى ته به څه مصیبت ورسېږي په سبب د هغو عملونو چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي، بیا به دوى وايي: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته كوم رسول ولې نه رالېږې، پس چې مونږ ستا د ایتونو تابع شو او شو له مومنانو څخه (۴۷)
تفسیر
که چېرې داسې نه وای چې هغوی ته يې د کفر او ګناهونو له امله الهي سزا رسېدلې وای؛ نو هغوی ته د رسول په نه لېږلو به يې په استدلال کولو سره ويل: ولې دې موږ ته رسول را ونه لېږلو چې موږ ستا د آيتونو پيروي کړې وای او پر هغو مو عمل کړی وای او د خپل پالونکي پر امر عمل کوونکي مؤمنان وای، که چېرې دا خبره نه وای؛ نو په سزا ورکولو کې به مو بيړه کړې وای، خو هغوی ته مو سزا ورکول وروسته کړل تر څو هغوی ته د رسول په لېږلومونږدهغوی عذرته دپاې ټکی کیږدو.