سوره القصص (کیسې) (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۴۹

قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ هُوَ أَهْدَىٰ مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 49 ٤٩

ته ووایه: تاسو د الله له خوا نه داسې كتاب راوړئ چې هغه د دې دواړو كتابونو نه زیات لار ښوونكى وي، چې زه د هغه پیروي وكړم، كه تاسو رښتیني یئ (۴۹)

تفسیر
ای رسوله! دغو خلکو ته ووايه: راوړئ داسې کتاب چې د الله له لوري نازل شوی وي او له تورات او قرآن زيات لارښوونکی وي، که چېرې مو راوړ زه به يې پيروي وکړم که تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې کوئ يې چې تورات او قرآن کوډې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ