سوره القصص (کیسې) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۴

إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ 4 ٤

بېشكه فرعون په ځمكه كې لويي راخيستې وه او د دې اوسېدونكې يې ډلې ډلې كړي وو، په دوى كې يې یوه ډله ډېره ضعیفه كوله، د دوى زامن به يې حلالول او د دوى ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، بېشكه هغه له فساد كوونكو ځنې و (۴)

تفسیر
بېشکه فرعون د مصر په ځمکه کې سرغړونه وکړه، په هغې کې يې واک ترلاسه کړ، د هغې خلک يې په بېلو بېلو ډلو ووېشل، له هغوی به يې يوه ډله ترلاسه لاندې کړې وه چې هغوی بني اسرائيل وو، چې نارينه اولادونه به يې ور وژل او ښځينه به يې د خدمت لپاره ژوندۍ پرېښودلې ترڅو ښه خوار شي، بېشکه هغه په ظلم کولو، سرکښۍ او لويۍ کولو په ځمکه کې له ورانکارو څخه و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ