سوره القصص (کیسې) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۶۰

وَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا ۚ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 60 ٦٠

او تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو د دنيايي ژوند فايده او د هغه زینت دى، او هغه څه چې له الله سره دي، ډېر غوره او ښه باقي پاتې كېدونكي دي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟ (۶۰)

تفسیر
او څه چې مو پالونکي درکړي هغه څه دي چې لږ ګټه ترې اخلئ او د دنيا په ژوند کې ښکلا پرې کوئ او بيا ختميږي، او په آخرت کې چې له الله سره کوم لوی ثواب دی هغه غوره او زيات پاتې کېدونکی له هغه څه څخه چې په دنيا کې کومه توښه او د ښکلا توکي دي؛ نو آيا پر دغه نه پوهېږئ چې هغه څه ته لومړيتوب ورکړی چې پاتې کېدونکی دی پر هغه څه چې له منځه تلونکی دی؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ